د کارګرو د نړيوالې ورځې په رخصتيو کې د چين له تود بازار څخه ښکاري چې اقتصادي حالت يې د ښه کېدو په حال کې دی
CMG2024/05/07 11:24:19
شريکول:

په چين کې د روان کال د کارګرو د نړيوالې ورځې په رخصتۍ کې د مسافرو اندازه ۲۹۵ ميليونه ښودل شوې، چې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې اووه اعشاريه شپږ زياتوالی ښيي او په ورته وخت کې د مسافرو د سفرونو عمومي لګښتونه يې ۱۶۶ ميليارډه او ۸۹۰ ميليونه یوانه ښودل شوي، چې دغه شمېر بيا د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ۱۲ اعشاريه ۷ زياتوالی ښيي.

رسمي شمېرې ښيي، چې چيني سیلانيانو په همدې مودې کې د نړۍ څه باندې زرو ښارونو ته سفرونه کړي او د ځايي سيمو د مصرفي بازار بيا سمسورتيا يې په خوځښت راوستلې او هغو هېوادونو ته د چيني سېلانيانو په شمېر کې هم ډېر زیاتوالی راغلی، چې پرته له ویزې ورته سفر کولی شي.

کله چې کيوبا چينايانو ته له ويزې پرته د ورتګ تګلاره اعلان کړې، د چين په سيلانيزو ویبسايټونو کې د دغه هېواد د هوټلونو او ټکتونو د سرچ یا پلټنې په ورځني شمېر کې څلوېښت سلنه زیاتوالی راغلی دی.

په همدې رخصتۍ کې څو مصرفي شمېرې له اټکل څخه پورته ښودل شوي، چې دا د چين د اقتصاد پټ قوت او خوځنده ځواک ښکارندويي کوي.

نړيوالو ارګانونو د چين د اقتصادي پرمختګ وړاندوينه لوړه کړې ده. د اسيا د پرمختګ بانک اټکل کړی، چې چين به له ۲۰۲۴م کال څخه تر ۲۰۲۵م کال پورې د اسيا د پرمختيايي اقتصادونو د پرمختګ په سلو کې ۴۶ سلنه ځای ونيسي.

د امریکا بلومبورګ خبري اژانس اټکل کړی، چې چین به له ۲۰۲۴ کال څخه تر ۲۰۲۹م کال پورې د نړۍ د زیاتېدونکو اقتصادي فعاليتونو کې ۲۱ سلنه ځای ونيسي.

غاټول