د چين د دولت رئيس شي جين پينګ مېرمن پنګ لي يوان په ځايي وخت د مې د ۶مې نېټې په ماسپښین د فرانسې د ولسمشر ايمانويل مکرون د مېرمن بريګيټ مکرون په بلنه ورسره له ارسای موزيم څخه لیدنه وکړه.
پنګ لي يوان په دې بهير کې ویلي، چې د دواړو هېوادونو خلک د نقاشي هنر ډېر خوښوي او د دواړو خواوو د کلتوري تبادلې د زياتېدو هيله يې هم ښودلې ده.
ارسای موزيم د فرانسې ملي موزيم دی، چې په ۱۹۸۶م کال کې جوړ شوی دی.