《د شي جين پينګ د خوښې وړ کلاسیکې کيسې》پروګرام نړيواله بڼه به په سربيا کې خپره شي
CMG2024/05/08 01:58:08
شريکول:

له سربيا څخه د چین د دولت رئیس شي جين پينګ د ليدنې په ترڅ کې، د چين مډيا ګروپ له خوا جوړ شوی《د شي جين پينګ د خوښې وړ کلاسیکې کيسې》د پروګرام نړيوالې بڼې د خپرولو مراسم پر ځایي وخت د مې په ۷مې نېټې په بلګراد کې ترسره شول.

د سربيا ولسمشر اليکساندار ووچيچ يادو مراسمو ته ویډيويي وينا کړې او په دې هېواد کې د دې پروګرام د خپرېدو په پار يې مبارکي وويله.

ووچيچ له دغه هېواد څخه د چين د رئيس شي جين پينګ د رسمي ليدنې هرکلی کړی او د دواړو هېوادونو د دوستۍ لپاره يې د چين ميډيا ګروپ له لويې هڅې څخه مننه څرګنده کړې. هغه هيله ښودلې،‌ چې له چين ميډيا ګروپ سره تبادلې زياتې کړي، او د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستۍ نوې کچې ته وده ورکړي.

د سربيا مرستيال صدراعظم الېکساندار وولين په خپله وينا کې چينايان د سربيا ښه ملګري بللي او ويلي يې دي، چې ياد پروګرام به د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ دوستي پیاوړې کړي.

د چين ميډیا ګروپ مشر شن های شيونګ په خپله وينا کې ويلي، هیله ده چې سربي ملګري به د دې پروګرام له لارې د حکومتوالۍ په برخه کې د رئیس شي جين پينګ حکمت او د چين کلتور درک کړي.

《د شي جين پينګ د خوښې وړ کلاسیکې کيسې》پروګرام نړيواله بڼه به د مې په ۸مې نېټې د سربيا د ملي ټليويزيون په لومړي چينل کې خپره شي.