د چین دولت رئیس شي جين پينګ د مې په ۸مه د سربیا په پلازمېنه بلګراد کې د دغه هېواد له ولسمشر الکساندرا ووچيچ سره خبرې اترې وکړې.
دواړو مشرانو د چین او سربیا د هراړخیزو ستراتيژيکو همکاریزو اړیکو د پوره پياوړتيا او په نوې زمانه کې د خپلمنځي ګډ برخلیک ټولنې د جوړولو اعلان کړی دی.