د سربيا ولسمشر ووچيچ د چین دولت رئيس شي جين پینګ ته د هرکلي مېلمستيا وکړه
CMG2024/05/08 23:20:21
شريکول:

د سربیا ولسمشر الکسندر ووچیچ د مې په اتمې نېټې د چين ولسمشر شي جين پينګ او د ده مېرمنې پنګ لي یوان ته د هرکلي غرمنۍ مېلمستيا کړې او هغوی پکې ګډون کړی دی.

رئیس شي جین پينګ ويلي، چين او سربیا په وروستیو کلونو کې د کمربند او لارې د باکيفته ابادۍ په بهير کې غښتلی خوځنده ځواک او ډېرې لاسته راوړنې خپلې کړي او د بشر د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ یوه نمونه یې جوړه کړې ده.

شي جين پينګ له خپل سربیایي سیال الکسندر ووچیچ سره ژورې خبرې کړي او مهمو ګډو نظريو ته ورسره رسیدلی دی.

دواړو خواوو يوه ګډه اعلاميه لاسليک کړې او په نوې زمانې کې د چين او سربیا د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ اعلان یې کړی او د دوه اړخیزو اړيکو نوی تاريخي پړاو یې پيل کړی دی.

شي جين پينګ ويلي، د چين او سربيا ترمنځ اوسنۍ اړيکې په نوي پيل کې ولاړې دي او قيمتي فرصتونه او روښانه راتلونکی لري.

چين به له سربيا سره په نوې زمانې کې د دواړو هېوادونو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره پر له پسې هلې ځلې وکړي.