په کابل کې د چین سفیر جاو شينګ د کډوالو په چارو کې د م.م عالي کميشنرۍ له استازي ليونارد زولو سره وکتل
CGTN2024/05/08 10:49:31
شريکول:

په افغانستان کې د چين لوي سفير جاو شينګ د مې په ۷ مې نېټې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ له استازي ليونارد زولو سره کتلي او له افغانستان سره د بشري مرستو د پیاوړتيا په اړه ورسره غږېدلی دی.

سفير جاو شينګ له زولو سره په خبرو کې ويلي، چې هېواد یې له افغانستان سره بشري مرستو ته په ډېره درنه سترګه ګوري او پرېکړه يې کړې، چې د نړيوال پرمختګ او د پرمختيايي هېوادونو ترمنځ همکارۍ صندوق (جي ډي اېف) له لارې يادې کمیشنرۍ ته يو ميليون او ۵۰۰ زره امريکايي ډالره ورکړي، چې په افغانستان کې يې له بې کوره شوو کسانو سره د بشري مرستو لپاره وکاروي.

نوموړي زياته کړې، چې چين به له افغانستان سره د بشري مرستو په چارو کې له يادې عالي کمیشنرۍ سره همکارۍ ته دوام ورکړي.

ښاغلي ليونارد زولو د چين له همکارۍ مننه کړې او ويلي یې دي، چې اداره به يې له چين سره همکارۍ پیاوړې کړي او په ګډو هڅو به له اړمنو افغانانو سره مرستو ته دوام ورکړي