انټونيو ګوټرېش له اسرائيل او حماس څخه د اوربند د هوکړې غوښتنه وکړه
CGTN2024/05/08 09:52:52
شريکول:

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټرېش د مې په ۷ مې نېټې د اسرائيل او حماس له مشرانو غوښتي، چې سياسي جرئت وښيي او ډېر ژر د اوربند هوکړه وکړي. 

ګوټرېش ويلي، چې څو اوونۍ کيږي، د غزې د سولې لپاره ډيپلوماتيکې هڅې روانې دي، که د دغو هڅو په نتيجه کې ښکيلې خواوې د اوربند هوکړې ته ونه رسيږي، بنديان خوشي نه شي او د غزې په سويل کې رفح ښارګوټی له سختو بريدونو سره مخ شي، نو يوه تراژيدي به رامنځته شي.

د نوموړي په وينا، د وينو تويول باید ودرول شي او بنديان باید خوشي شي او منځنی ختيځ او ټوله نړيواله ټولنه باید دغه مهم فرصت له لاسه ورنه کړي. 

حماس د مې په ۶ مې نېټې د منځګړو لخوا مطرح شوی د اوربند وړانديز منلی، خو اسرائيلي لوري بيا ويلي، چې د حماس لخوا منل شوي شرايط د اسرائيل له غوښتنو څخه ډېر لرې دي.