د چین او سربیا کلتوري فعالیت په بلګراد کې تر سره شو
CMG2024/05/08 03:50:20
شريکول:

سربيا ته د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د رسمي سفر په مناسبت پر ځايي وخت د مې په ۷مې نېټې د چين مډیا ګروپ او د سربیا ملي تلويزيون په ګډه په بلګراد کې د «چين او سربیا د ګاونډيانو په شان په زرګونو کيلومتره واټن لري» په نامه کلتوري فعالیت تر سره کړ. د سربیا ولسمشر اليکساندار ووچيچ دغه فعالیت ته ویډیويي وینا وکړه او د فعالیت د بریالیتوب له امله یې مبارکي وویله.

د سربیا د صدراعظم مرستيال اليکساندار وولين، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د تبليغاتو د څانګې مرستيال او د چين د مډیا ګروپ مشر شن های شیونګ، د سربيا د کلتور وزير، د سربيا پخواني پارلماني مشر او د سربیا د ملي تلویزیون مشر په دغه فعالیت کې ویناوې وکړې.‌