د چین د بهرنيو چارو وزارت وياند لين جيان د مې په ۷مې نېټې يوې مطبوعاتي غونډې ته ويلي، چې بېجينګ به د فرانسې په شمول د ۱۲ هېوادونو د خلکو لپاره چين ته له وېزې پرته د لنډه مهاله تګ راتګ پاليسي د ۲۰۲۵م کال تر پایه وغځوي.
نوموړي ويلي، هېواد یې د خلکو ترمنځ د تګ راتګ د لا پیاوړتیا په پار پرېکړه کړې، چې د فرانسې، جرمني، ايټاليا، هالنډ، هسپانيا، ماليزيا، سويس، ايرلنډ، هنګري، اتريش، بلجيم او لوکزامبورګ په شمول د ۱۲ هېوادونو لپاره چين ته له وېزې پرته د لنډه مهاله تګ راتګ پاليسي د ۲۰۲۵م کال د ډسمبر تر ۳۱مې نېټې پورې وغځوي.
د دغې پالیسۍ له مخې، د يادو هېوادونو وګړي يوازې په پاسپورټ کولی شي، چې چين ته د سوداګرۍ، سیل، د خپلوانو او ملګرو لیدلو او ټرانزېټ لپاره ۱۵ ورځې له ویزې پرته سفر وکړي.