د پاکستان د پوځ وياند احمد شريف چودهري د مې په ۷ مې نېټې يوې مطبوعاتي غونډې ته ويلي، چې د داسو اوبو بند پروژې پر موټريز کاروان ترهګريز بريد پاکستاني طالبانو په افغانستان کې طرحه کړی و.
د روان کال د مې په ۲۶ مې نېټې په خيبر پښتونخوا کې د داسو اوبو بند پروژې موټريز کاروان، چې له اسلام اباد څخه سیمې ته پر لارې و، له ترهګریز بريد سره مخ شو، چې له امله يې ۵ چيني کارکوونکي او يو پاکستانی ووژل شول.