د هنګري په یوه رسنۍ کې د شي جين‌ پینګ مقاله خپره شوه
CGTN2024/05/08 13:06:08
شريکول:

د چين دولت رئیس شي جین‌پینګ د مې په ۸ مې نېټې هنګري ته د رسمي سفر په درشل کې د دغه هېواد «د هنګري ملت ورځپاڼه» کې «راځئ، د چين او هنګري اړيکې طلايي لارې ته يوسو» تر عنوان لاندې مقاله خپره کړه.

شي جين‌پينګ په خپله مقاله کې ليکلي:

سږ کال د چين او هنګري ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګښت ۷۵ مه کليزه ده. د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکو له تېرو کلونو راهيسې سالم او ثابت پرمختګ ساتلی او رښتينې لاسته راوړنې لري. دواړه خواوې يو د بل درناوی لري، په مساوي ډول يو د بل سره سلوک کوي او د ګډو همکاريو له لارې د ګډو ګټو د ترلاسه کولو په هڅه کې دي، دغه راز يو بل خپل لومړی همکار بولي او په متحولو نړیوالو حالاتو کې له ستونزو او بادارۍ نه وېرېږي او د حاکميت لرونکو او خپلواکو هېوادونو په توګه يې د دوستانه اړيکو په پراخولو کې يوه سمه لاره پيدا کړې ده. دواړو خواوو په لوړې سويې متقابل سياسي باور ټينګ کړی او اړيکې يې د تاريخ تر ټولو ښې مودې ته داخلې شوې دي.

شي جين‌ پینګ هيله څرګنده کړې، چې هنګري ته د روان سفر له لارې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوديزه دوستي لا ټينګه شي، ګټورې ګډې همکارۍ ژورې شي او خپلمنځي هراړخيزې ستراتېژيکې همکاريزې اړيکې لا نورې هم وغوړېږي.