د هسپانيې او ايرلنډ صدراعظمانو د فلسطين پر رسميت پېژندنې بحث کړی
CMG2024/05/08 10:02:56
شريکول:

د هسپانيې صدراعظم پېدرو سانچيز او د ايرلنډ صدراعظم سيمون هاريس د مې په ۶مې نېټې ټلېفوني خبرې کړي او د فلسطين د رسميت پېژندنې په اړه يې بحث کړی دی.

 دواړو خواوو هوکړه کړې، چې د فلسطين رسميت پېژندنې لپاره به ګډې هڅې وکړي.

سيمون هاريس پر ټولنيزو رسنيو هيله څرګنده کړې، چې د فلسطين د رسميت پېژندې په چارو کې ژر پرمختګ وشي او هېواد به يې په دې اړه له هسپانيې سره نږدې اړيکې وساتي.

پېدرو سانچيز د دوو هېوادونو لايحې تطبیق د منځني ختيځ د سولې، امنيت او ثبات لپاره يوازېنۍ لاره باللې ده.