د چین او فرانسې هوکړې د منځني‌ختیځ مسئلو د حل لپاره مهم او هڅوونکی رول لوبوي
CMG2024/05/08 11:39:02
شريکول:

د چین دولت رئیس شي جین‌پينګ د مې په ۶مه له فرانسې څخه د رسمي لیدنې په ترڅ کې له ایمانویل مکرون سره د منځني‌ختیځ وضعیت په اړه د چین او فرانسې ګډه اعلامیه خپره کړه چې د اسرائیل او فلسطین کړکېچ، د ایران د ذروي مسئلې او د سور سمندر بحران په شمول د څو موضوعاتو په هکله پکې ګډ دریځ او موافقو ته ورسېدل.

یاده اعلامیه په کلیدي شېبو کې خپره شوې او پکې ډېر غوره محتویات پکې ځای پر ځای شوي دي لکه، د انسانانو وجدان د عدالت او مساواتو ساتنه کړې، چین او فرانسې د لویو هېوادونو په توګه د نړیوالې سولې او ثبات د ساتلو لپاره مسئولانه رویه غوره کړې او د منځني‌ختيځ د تودو مسئلو د حل لپاره یې مهم او هڅوونکی رول لوبولی دی.

د فلسطین مسئله د منځني‌ختیځ کلیدي موضوع ده. د غزې تړانګې روغتیايي ادارې د مې په ۷مه تازه شمېرې خپرې کړې چې له مخې یې، په غزه کې د اسرائیلي ځواکونو د نظامي عملیاتو له امله تر اوسه نږدې ۳۵ زره کسان وژل شوي او ۷۸ تنه ټپیان شوي دي. خو اسرائیل په همدې ورځ د غزې په جنوب کې د نظامي عملیاتو اعلان وکړ او د رفح بندر د فلسطین لوری یې کنټرول کړی دی. ډېرو هېوادونو د اسرائیلو غندنه وکړه چې د نظامي عملیاتو سویه یې لوړه کړې او اندېښنه یې څرګنده کړه چې دا به په لویه پيمانه د بشردوستانه ناورینونو سبب وګرځي.

چین او فرانسه د امنیت شورا د دایمي غړو هېوادونو او د خپلواکو هېوادونو په توګه د منځني‌ختیځ مسئلو په اړه پراخه اجماع لري. رئیس شي جين‌پينګ له فرانسې څخه د لیدنې پرمهال څو ځلې د فلسطین او اسرائیل مسئله یاده کړې او پر دې یې ټینګار وکړ چې د نړۍ اوسنۍ بېړنۍ دنده باید په غزه کې د پوره اوربند لپاره هڅې کول او د بشردوستانه مرستو د عادي بهیر هڅول وي  او په وينا يې، د یادې مسئلې د حل بنسټیزه لار د دواړو هېوادونو لایحه عملي کول دي.

د فرانسې لوري دا نیت څرګند کړ چې غواړي د څواړخیزم، د ملګرو ملتونو منشور او د نړیوالو قوانینو د ساتلو لپاره له چین سره تبادلې او همکارۍ لا نورې پياوړې کړي.

د چین او فرانسې په ګډه اعلامیه کې د نړیوالو انساني قوانینو ضد د ټولو عملونو غندنه شوې، رفح سیمې ته د اسرائیل له برید سره مخالفت په ډاګه شوی او د دوامدار اوربند د عملي کېدو، د ملګرو ملتونو د پرېکړې د پلي کېدو او د فلسطین او اسرائیل د دواړو هېوادونو لایحې د تطبیق په شمول یو لړ غوښتنې یې وړاندې شوې دي.

چین او فرانسې د فلسطین او اسرائیل کړکېچ په کلیدي موده کې یاده هوکړه خپره کړه، چې د سولې ساتلو په اړه یې د نړیوالې ټولنې باور پياوړی کړی او د وضعیت د لا نورې ترینګلتیا مخه يې نيولې ده.

د چین او فرانسې مشرانو د منځني‌ختیځ سیمې د وضعیت د لا سختېدو ګواښ ته هم پاملرنه څرګنده کړه. په یاده ګډه هوکړه کې د ایران د ذروي مسئلې د سیاسي او ډيپلوماتیک حل هڅونه شوې او په سور سمندر او عدن خلیج کې د بېړیو د ازاد تګ راتګ د ساتلو پر اهمیت ټینګار شوی. دغې مسئلې د منځني‌ختیځ له سولې سره هم نږدې اړیکې لري.

د یادولو وړ ده چې د اټومي انرژۍ د نړیوالې اېجنسۍ عمومي مدیر رافیل ماریانو ګروسي د مې په ۶مه ایران ته سفر وکړ. نوموړي د ایران د ذروي علمي تکنالوژۍ په نړیواله غونډه کې ګډون کړی او د ذروي مسئلې په اړه یې له ایراني استازو سره بحثونه او مشورې وکړې. په ورته وخت کې په سور سمندر او عدن خلیج کې ځینې بېړۍ د اورپکو له بریدونو سره مخ وې.

نو ویل کېږي چې د چین او فرانسې یاد ګډ اواز د سیمې وضعیت د لا نورې ترینګلتیا د مخنیوي او د سمندري خوندیتوب او نړیوالې سوداګرۍ د ساتلو لپاره ګټور ګام دی.

سربېره پر دې، رئیس شي جين‌پينګ او د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون غوښتنه کړې چې د کړکېچ ښکېلې خواوې د ۲۰۲۴ د پاریس اولمپيک لوبو پر مهال اوربند وکړي، دا نه یوازې د اولمپیک پر روحیې ټینګار ښکاري، بلکې د اړوندو خواوو ترمنځ د ډیالوګ او جوړجاړي لپاره هم فرصتونه برابروي.