شي جين پينګ: د چین او سربیا اړیکې ښه راتلونکې لري
CMG2024/05/08 20:25:19
شريکول:

د چین دولت رئیس شي جين پينګ د مې په ۸مه د سربیا په پلازمېنه بلګراد کې د دغه هېواد له ولسمشر الکساندر ووچيچ سره خبرې اترې وکړې.

شي جين پينګ وویل، زه تر ۸ کلن ځنډ وروسته سربیا ته بیا راغلم، ستاسو له بلنې او ښو تیاریانو مننه کوم.

شي جين پينګ وويل: ولسمشر الکساندر ووچيچ ستراتيژیک نظر لري او تاریخي مسئولانه رویه لرونکی سیاستوال دی، د چین او سربیا ترمنځ دوستانه اړیکې له ننګونو څخه تېرېږي. زما د روان سفر په ترڅ کې به د چین او سربیا د هراړخیزو ستراتيژيکو همکاریزو اړیکو او په نوې زمانه کې د چین او سربیا د ګډ برخلیک ټولنې د جوړولو ګډه اعلامیه لاسلیک شي. د چین او سربیا اړیکې د ښې راتلونکې پر لور روانې دي.