شي جين پينګ په نوې زمانه کې د چين او سربيا د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لومړي پړاو کې شپږ تدبيرونه اعلان کړل
cmg2024/05/08 20:27:53
شريکول:

د چین د دولت رئیس شي جين پینګ د سربيا له ولسمشر الکساندر ووچیچ سره په ګډه له خبريالانو سره د مرکې په ترڅ کې په نوې زمانه کې د چين او سربيا د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ په پار د لومړي پړاو شپږ تدبيرونه خپاره کړل.

لومړی، د دواړو هېوادونو د ازادې سوداګرۍ تړون به د دواړو خواوو په ګډو هڅو سره د روان کال د جولای په لومړۍ نېټه په رسمي توګه نافذ شي.

دوهم، چين د سربيا له خوا د ۲۰۲۷ م کال د مسلکي چارو نړیوال نندارتون له تر سره کېدو څخه ملاتړ کوي او خپل پلاوی به هم وروليږي او په ورته وخت کې به د اړوندو پروژو د جوړولو په برخه کې د چيني تصدیو برخه اخيستنه وهڅوي.

درېیم، چين غواړي له سربيا څخه د غوره کرنيزو توليداتو واردات زيات کړي.

څلورم، چين به په راتلونکو درېيو کلونو کې د علمي څېړنیزې تبادلې لپاره هېواد ته د ۵۰ سربيايي ځوانو ساینس پوهانو له راتګ څخه ملاتړ وکړي.

پنځم، چین به په راتلونکو درېیو کلونو کې د زده کړې لپاره هېواد ته د ۳۰۰  سربيايي تنکيو ځوانانو ته د ورتګ بلنه ورکړي.

شپږم، چين له بلګراد څخه تر شانګهای پورې د مستقيمو پروازونو د پرانيستلو هرکلی کوي او له بلګراد څخه تر ګوانګ جو ښار پورې د مستقيمو پروازونو پرانيستل به وهڅوي.