شي جين پينګ د سربيا پلازمېنې بلګراد ته له رسېدو وروسته کتبي وينا خپره کړه
CMG2024/05/08 05:28:13
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ په ځايي وخت د مې د ۷مې نېټې په شپه د سربيا پلازمېنې بلګراد ته له رسېدو وروسته کتبي وينا خپره کړه.

نوموړي د سربيا د ولسمشر اليکساندار ووچيچ د بلنې په اړه خوشحالۍ څرګنده کړې او د چيني حکومت او چينايانو په استازيتوب يې د سربيا حکومت او خلکو ته نيکې هيلې او پيرزوينې ښودلې.

د هغه په خبره، چين او سربيا دوديزه دوستي لري او د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ د اړيکو ښه نمونه ګرځېدلې ده. دواړو هېوادونو په ۲۰۱۶م کال کې هراړخيزې ستراتیژيکې همکاريزې اړيکې ټينګې کړې او تر اوسه پورې يې ډېر زيات پرمختګ او تاريخي لاسته راوړنې تر لاسه کړې.

نوموړي زیاته کړې، چې هېواد يې غواړي له سربيا سره ګډه هڅه وکړي او لا پراخې او باکيفيته همکارۍ زياتې کړي. هغه له ولسمشر ووچيچ سره د دوه اړخيزو اړيکو او نورو مسئلو په اړه د نظريو تبادلې هيله ښودلې او باور يې څرګند کړی، چې دغه سفر به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو نوې پاڼه پرانيزي.