شي‌ جين پينګ او ايمانويل مکرون د فرانسې په هاوتېس پيرينيس ولایت کې ملاقات کړی
CMG2024/05/08 04:19:32
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مې په ۷مې نېټې د فرانسې د ولسمشر ايمانويل مکرون په بلنه له پاريس څخه هاوتېس پيرينيس ولايت ته سفر وکړ او ورسره يې ملاقات کړی.

شي جين پينګ له مکرون سره په خبرو کې ويلي، که څه هم چين او فرانسه د تمدون، نظر او ټولنيز نظام په برخو کې توپیرونه لري،‌ خو دواړه خواوې کولی شي چې د ډيالوګ او همکاريو له لارې د نړیوالې سولې او پرمختک او د انسانانو د پرمختګ لپاره نوي خدمتونه وکړي. هېواد يې غواړي له فرانسې او اروپا سره کلتوري تبادلې زياتې کړي او سوداګریزې همکارۍ پياوړې کړي.

مکرون له شي جين پينګ سره په ملاقت کې ویلي،‌ چې اوسنی نړیوال وضعت د بدلېدو په حال کې روان دی، دا ډېر مهم دی چې اروپا ستراتيژيک خپلواکي او يووالی وساتي او له چین سره دوستانه اړيکې او دوه اړخيزې او څواړخيزې همکارۍ ټيڼګې کړي. هغه غواړي له رئيس شي جين پينګ سره نژدې تماس ونيسي او د اروپا او نړۍ د سولې او ثبات لپاره فعال خدمتونه وکړي.

شي جين پینګ د مکرون او د ده مېرمنې د تودې بلنې څخه مننه څرګنده کړې او هیله يې ښودلې،‌ چې له ولسمشر مکرون سره زیات تګ راتګ وکړي. د دې تر څنګ، هغه له چين څخه د مکرون د بيا لېدنې هرکلی وکړ.