چین او سربیا د هراړخیزو ستراتيژیکو همکاریزو اړیکو د بشپړې ژورتیا او د ګډ برخلیک ټولنې د جوړولو اعلامیه خپره کړه
CMG2024/05/08 23:23:33
شريکول:

د چین دولت رئیس شي جين پينګ د سربیا ولسمشر الکسندر ووچیچ په بلنې د مې په له۷مې نه تر ۸مې نېټې پورې له دغه هېواد څخه رسمي ليدنه کړې ده.

دواړو مشرانو په صمیمي او خوشحاله فضا کې لېدنه او خبرې کړي او د چین او سربیا د هراړخیزو ستراتيژيکو  همکاریزو اړیکو د بشپړې ژورتیا او د ګډ برخلیک ټولنې د جوړولو په اړه یې ګډه اعلامیه خپره کړې، چې منځپانګه يې په څو ټکو ورټوله ده:

۱ـ چین د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ او د خلکو د ژوند د ښه والي په برخو کې د سربیا لاسته راوړنې ستايلي او سربیا هم په عصري زمانې کې د چین بریالیتوبونه ستايلي دي او د لا زیاتو لاسته راوړنو هيله یې ښودلې ده.
۲ـ چين او سربیا به خپلمنځي لوړپوړی تګ راتګ او د ډيپلوماتیکو ارګانونو همکارۍ نورې هم پياوړې کړي.

۳ـ دواړه هېوادونه به ملي حاکمیت، د خاورو بشپړتیا ته د درناوي او د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې د نه لاسوهنې پر بنسټ یو د بل کلک ملاتړ وکړي.

۴ـ چين او سربیا به د کمربند او لارې د ګډې باکیفیته جوړونې مرحلې ته د رسېدو په فرصت د اقتصاد، سوداګرۍ، ساینس، نوښت، ډیجټلي ټکنالوژۍ او مخابراتي چارو په شمول یو لړ نورو برخو کې خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي.

۵ـ دواړو هېوادونو ويلي، چې د هنګري او سربیا د اوسپنیزو لارو پروژې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ او لاسرسي د پياوړتیا لپاره ستر اهمیت لري.

۶ـ  چين او سربیا د روغتیا او بیولوژيکي ټکنالوژۍ په برخه کې خپلمنځي همکاريو ته لوړه پاملرنه کوي.

۷ـ دواړه هېوادونه د کلتور، ښوونې، سپورټ، سیلانۍ او نشراتي چارو په برخو کې خپلمنځي همکارۍ ته جدي پاملرنه کوي او پياوړې به یې کړي.

۸ـ دواړه هېوادونه د چین- منځنۍ او ختيځې اروپا د هېوادونو ترمنځ د همکاریز میکانیزم مهم رول ستايي.

 ۹ـ چين او سربیا پردې ټينګار کوي، چې د ملګرو ملتونو د منشور په شمول د نړیوالو قوانیو درناوی باید وشي او رښتینی څواړخیزم باید وساتل شي.

۱۰ـ دواړه هېوادونه د اوکراین کړکېچ د سیاسي حل او د فلسطین او اسرائیل ترمنځ د اوربند لپاره د نړیوالې ټولنې د هڅونکي رول ملاتړ کوي.

۱۱ـ چين او سربیا د هر ډول ترهګرۍ غندنه او مخالفت کوي او پر دې ټينګار لري، چې نړیواله ټولنه باید د ترهګرۍ ضد مبارزې کې خپلمنځي همکارۍ نورې هم ژورې کړي.

۱۲ـ دواړو هېوادونو سربیا ته د رئیس شي جین پينګ رسمي سفر د خپلمنځي دوستانه اړیکو د ټینګښت لپاره ډېر مهم بللی دی.