ولادمير پوتين د مې په ۷مې نېټې د روسيې د ۸مې دورې ولسمشر په توګه لوړه کړې ده.
د روسيې د ټاکنو مرکزي کمېسيون مشرې اېلا پامفيلووا د تېر مارچ په ۲۱مې نېټې اوسنی ولسمشر ولادمير پوتين د ۸۷ اعشاريه ۲۸ سلنې رايو په ګټلو سره د ۲۰۲۴م کال په ولسمشريزو ټاکنو کې بريالی اعلان کړی و.