چين د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتین ته مبارکي وویله
CMG2024/05/09 11:21:33
شريکول:

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان د مې په ۸مې نېټې د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتين ته د دغه هېواد د ولسمشر په توګه د بيا ټاکل کېدو په پار مبارکي ويلې او باور یې ښودلی، چې روسیه به د ولسمشر پوتين په مشرۍ ډېرې لاسته راوړنې ولري.

ولادمير پوتين د مې په ۷مې نېټې د روسيې د ولسمشر په توګه لوړه کړې او شپږ کلن ماموريت يې پيل کړی دی.

د روسيې د ولسمشر سلاکار يوری وشکوف ویلي، چې ولاديمير پوتين به د خپل نوي ماموریت لومړی سفر چين ته وکړي.

سږ کال د چين او روسيې ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو له ۷۵مې کاليزې سره برابر دی.

 لين جيان د چين او روسيې د مشرانو هيلې يو شان بللي او په وينا يې، چې دواړه هېوادونه به خپلمنځي تبادلې وساتي او اړيکې به یې ښه او ثابت پرمختګ وکړي.