شي جین پینګ د بوداپيس په نړيوال هوايي ډګر کې کتبي وينا وکړه
cmg2024/05/09 04:46:31
شريکول:

د چین د دولت رئیس شي جين پينګ پر ځایي وخت د مې په اتمه د هنګري پلازمينې بوداپیس نړيوال هوايي ډګر ته ورسېد او هلته يې کتبي وينا وکړه.

هغه وویل، خوشحاله يم چې د هنګري د ولسمشر سولیوک تاماس او صدراعظم اوربان ويکتورپه بلنه له دې هېواد څخه رسمي ليدنه کوم. د چين د حکومت او خلکو په استازيتوب د هنګري حکومت او خلکو ته صمیمي سلامونه او نيکې هيلې وړاندې کوم.

هغه په خپلو خبرو کې بیا ويلي چې هنګری لرغونی تاریخ او غني کلتور لري، خلک يې زيارکښ او تکړه دي چې پرانيستي او ټولشموله رويه غوره کوي. د هنګري حکومت او خلکو له وروستیو کلونو راهيسې د اقتصادي پرمختګ لپاره ډېرې هڅې کړې او د خوشحالۍ وړ لاسته راوړنې درلودلې دي. د چين حکومت او خلک د ښه دوست او هراړخیز ستراتيژیک همکار په توګه پر دې خوښ دی.

سږ کال د چين او هنګري ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو له ۷۵مې کاليزې سره برابر دی چې همدا د دوه اړخیزو اړیکو لپاره يو مهم فرصت دی. دې ته په تمه يم چې د ولسمشر سوليوک او صدراعظم اوربان په شمول د دې هېواد له مشرانو سره ملاقات وکړم او په ګډه د دواړو هېوادونو د همکارۍ او پرمختګ نوې نقشه جوړه کړم تر څو دوه اړخیزې اړيکې نوی پرمختګ ومومي. باور لرم چې د دواړو خواوو په ګډو هڅو سره هنګري ته زما سفر خامخا بریالی شي او دوه اړخیزې اړيکې لا روښانه راتلونکې ولري.