چین او سربیا د هراړخیزو ستراتيژیکو همکاریزو اړیکو د بشپړې ژورتیا او د ګډ برخلیک ټولنې د جوړولو اعلامیه خپره کړه
CMG2024/05/09 15:27:11
شريکول:

د چین دولت رئیس شي جين پينګ د سربیا ولسمشر الکسندر ووچیچ په بلنې د مې له  ۷مې څخه تر ۸مې نېټې پورې له دغه هېواد څخه رسمي ليدنه کړې ده.

دواړو مشرانو په صمیمانه او خوشاله فضا کې لیدنه او خبرې اترې کړي دي او د چین او سربیا ترمنځ د اړيکو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د هراړخیزو ستراتيژيکو همکاریزو اړیکو د بشپړې ژورتیا، کمربند او لارې د ګډې ابادۍ، د چين او منځني ختيځې اروپا هېوادونو ترمنځ د همکارۍ، د چين او اروپا ترمنځ د اړيکو  او د ګډې علاقې وړ نړيوالو او سيمه یيزو مسئلو په هکله د نظريو تبادله وکړه او پراخې ګډې نظريې يې تر لاسه کړې دي.

د دواړو مشرانو په اند، چين او سربيا خپلمنځي عنعنوي دوستي او په بېلابېلو ساحو کې نژدې همکاريو ته په درنه سترګه ګوري، په څو اړخيزو ساحو کې د همغږۍ او همکارۍ په ترڅ کې يې اغېزناکې لاسته راوړنې تر لاسه کړې دي او د دوه اړخيزو اړيکو د پرمختګ لپاره پراخ راتلونکی لري. سره له دې چې دواړه هېوادونه بېل تاريخ، فرهنګ او ملي حالت لري، خو پر پرانيستي او د همکارۍ روحيې او د عدالت پر اصولو ټينګار کوي، د خلکو د نېکمرغۍ او د هېواد د سمسسورتيا او د انسانانو د سولې او پرمختګ لپاره هلې ځلې کوي، دواړه دا نظر غوره کوي، چې د يو هېواد پرمختګ د نورو هېوادونو لپاره فرصتونه دي، خو ګواښ او ننګونه نه ده. سربيا د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو له هڅو څخه ملاتړ کوي او غواړي له چين سره د پرمختګ، امنيت او تمدن د نړيوالو وړانديزونه تطبيق وکړي.

دواړو مشرانو د همکاريو د لاسته راوړنو په هکله د نظريو تبادله وکړه او په دې نظر دي، چې اړوند لاسته راوړنې د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ دوستي پياوړي کړې ده. دواړو مشرانو د ۲۰۱۶م کال «د چين ولسي جمهوريت او د سربيا جمهوريت د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو جوړولو په اړه ګډه اعلاميه» له لاسليکولو څخه راپدې خوا د دوه اړخيزو اړيکو د لا نورې ژورتيا موندلو ستاينه وکړه. دواړو مشرانو له دې سره موافقه کړې، چې د خپلواکۍ، متقابل درناوي او اعتماد، د همکاريو له لارې د ګډو ګټو تر لاسه کولو، د ګډ پرمختګ او متقابل ملاتړ د اصولو له مخې د دواړو هېوادونو هر اړخيزې ستراتيژيکې همکاريزې اړيکې لوړې کړي، په نوې زمانه کې د چين او سربيا د ګډ برخليک ټولنه جوړه کړي، د دواړو هېوادونو خلکو ته ګټې ورسوي او د انسانانو د سولې او پرمختګ لپاره نوي خدمتونه وکړي. دواړو مشرانو په دې هکله داسې ګډه اعلاميه خپره کړه:

 

۱ـ چین د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ او د خلکو د ژوند د ښه والي په برخو کې د سربیا لاسته راوړنې ستايلې او سربیا هم په عصري زمانه کې د چین بریالیتوبونه ستايلي دي او د لا زیاتو لاسته راوړنو هيله یې ښودلې ده.
۲ـ د چين او سربیا ترمنځ لوړپوړی تګ راتګ او د ډيپلوماتیکو ارګانونو همکارۍ د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو پياوړتيا لپاره ستر اهميت لري او د کتنې، ټليفونې خبرې او پيغامونو لېږلو له لارې د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ نژدې تګ راتګ به وساتل شي.

دواړه خواوې به د تقنین د څانګو د همکاريزې کمېټې، د اقتصاد او تجارت ګډې کمېټې، د ساينس او ټېکنالوژۍ د همکارۍ ګډې کمېټې په شمول د ميکانيزمونو رول ولوبوي او په بېلا بېلو کچو او ساحو کې به همکارۍ او تګ راتګ پياوړی کړي.

۳ـ دواړه هېوادونه به ملي حاکمیت، ځمکني بشپړتیا ته د درناوي او د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې د نه لاسوهنې پر بنسټ یو د بل کلک ملاتړ وکړي.

سربيا ټینګار کړی، چې له چين سره د دوستانه اړيکو ټينګول د دغه هېواد د ډيپلوماتيکو تګلارو يو عمده بنسټ دی. سربيا د يو چين پېژندلو پر اصولو ټينګ ملاتړ کوي او ويې ويل ، چې په نړۍ کې يوازې يو چين شته، تايوان د چين د قلمرو نه بيلېدونکې برخه ده، د چين ولسي جمهوري حکومت د چين په استازيتوب يوازينی مشروع حکومت دی او سربیا د تايوان د بېلتونپالنې، په شمول د چين په کورنيو چارو کې د لاسوهنې له هر ډول کړنو سره کلک مخالفت کوي. د تايوان له ادارې سره به هېڅ ډول رسمي تګ راتګ ونه لري، د هېواد د اتحاد لپاره به د چين د حکومت له هر ډول هڅې څخه ملاتړ کوي.

۴ـ چين او سربیا به د کمربند او لارې د ګډې باکیفیته جوړونې مرحلې ته د رسېدو په فرصت د اقتصاد، سوداګرۍ، ساینس، نوښت، ډیجيټلي ټېکنالوژۍ او مخابراتي چارو په شمول یو لړ نورو برخو کې خپلمنځي همکارۍ لا پياوړې کړي.

۵ـ دواړو هېوادونو ويلي، چې د هنګري او سربیا د اوسپنیزو لارو پروژې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ او لاسرسي د پياوړتیا لپاره ستر اهمیت لري.

۶ـ  چين او سربیا د روغتیا او بیولوژيکي ټېکنالوژۍ په برخو کې خپلمنځي همکاريو ته لوړه پاملرنه کوي.

۷ـ دواړه هېوادونه د کلتور، ښوونې، سپورټ، سیلانیزو چارو او نشراتي چارو په برخو کې خپلمنځي همکارۍ ته جدي پاملرنه کوي او پياوړې به یې کړي.

۸ـ دواړه هېوادونه د چین- منځنۍ او ختيځې اروپا د هېوادونو ترمنځ د همکاریز میکانیزم مهم رول ستايي.

 ۹ـ چين او سربیا پردې ټينګار کوي، چې د ملګرو ملتونو د منشور په شمول د نړیوالو قوانینو درناوی باید وشي او رښتینی څواړخیزم باید وساتل شي. دواړه خواوې د نړۍ د څو قطبيز کېدو او د ټولشموله اقتصاد د نړيوال کېدو پلويتوب کوي او له تسلط غوښتنې او باداري سياست سره مخالفت کوي او د هر ډول يو اړخيزم او د محافظه کارانه چارو ضد اقدام کوي.

۱۰ـ دواړه هېوادونه د اوکراین کړکېچ د سیاسي حل او د فلسطین او اسرائیل ترمنځ د اوربند لپاره د نړیوالې ټولنې د هڅوونکي رول ملاتړ کوي او له اړوندو خواوو څخه يې غوښتي، چې د شخړې د پراخېدو مخه ونيسي څو د سيمې سولې او ثبات وساتلی شوی شي. همدارنګه دواړه خواوې د ډله یيز مقاومت ضد مخالفت کوي.

۱۱ـ چين او سربیا د هر ډول ترهګرۍ غندنه او مخالفت کوي او پر دې ټينګار لري، چې نړیواله ټولنه باید د ترهګرۍ ضد مبارزه کې خپلمنځي همکارۍ نورې هم ژورې کړي.

۱۲ـ دواړو هېوادونو سربیا ته د رئیس شي جین‌پينګ رسمي سفر د خپلمنځي دوستانه اړیکو د ټینګښت لپاره ډېر مهم بللی دی.