د افغانستان د بدخشان په مرکز فیض اباد کې د مې په اتمې نېټې چاودنه شوې، چې له امله یې ۳ پولیس وژل شوي او ۵ نور ټپيان شوي دي.
د افغانستان سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع رسنیو ته ویلي، چې چاودنه د غرمې شاوخوا ۱۱ بجې هغه مهال شوې، چې د نشه يي توکو د مخنيوي ادارې پولیس د کوکنارو اړولو پسې روان وو.
نوموړي ويلي، چې چاودېدونکي توکي په يوه موټرسايکل کې ځای پر ځای شوي وو.