پوتين: د اروپا او اسیا اقتصادي ټولنه په څو قطبيزېدونکې نړۍ کې يو خپلواک مرکز ګرځېدلی
CGTN2024/05/09 11:10:32
شريکول:

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د مې په ۸مې نېټې په پلازمېنې مسکو کې د اروپا او اسیا د اقتصادي ټولنې د عالي واکمنۍ ادارې غونډې ته ويلي، چې په تېرې لسيزې کې د اروپا او اسيا اقتصادي ټولنه په څو قطبيزېدونکې نړۍ کې يو خپلواک مرکز ګرځېدلی دی.

پوتين ويلي،  په تېرو لسو کلونو کې د اروپا او اسيا د اقتصادي ټولنې د هېوادونو د کورني تولید عمومي ارزښت يا جي ډي پي له يو ټريليون او ۶۰۰ميليارډو امریکايي ډالرو څخه ۲ ټريليونو او ۵۰۰ مليارډو امريکايي ډالرو ته لوړه شوې او له درېيمې خوا سره يې په سوداګريز ارزښت کې ٪ ۶۰ زياتوالی راغلی دی.

د اروپا او اسيا اقتصادي ټولنې د ۲۰۱۵م کال د جنورۍ په لومړۍ نېټې رسماً چارې پېل کړي، چې اوسمهال د روسيې، قزاقستان، بلاروس، قرغېزستان او ارمنستان په ګډون پنخه غړي هېوادونه لري.