ټيکټاک او بايټډانس د امريکا پر حکومت دعوا کړې
CMG2024/05/09 14:41:59
شريکول:

بايټډانس شرکت او د دغه شرکت اړوند ټولنيزې رسنۍ ټيکټاک د مې په ۷مې نېټې په يوې امريکايي محکمې کې د امريکا پر حکومت دعوا کړې، چې د ټيکټاک د پلور مخه ونيسي.

د امريکا ولسمشر جون بايډن د اپريل په ۲۴مې نېټې د دغه هېواد د کانګرېس لخوا وړاندې شوې مصودې ته منظوري ورکړې، چې له مخې يې بايټډانس بايد په راتلونکو۲۷۰ ورځو کې له ټيکټاک سره اړيکې وشلوي او ترې جدا شي او که داسې ونه کړي، په امريکا کې به يې پر کارولو بنديز ولګيږي.

په امريکا کې ۱۷۰ ميليونه کسان ټيکټاک کاروي.

ټيکټاک په خپل دعوا ليک کې ياده مسوده بې سارې او د امريکا له اساسي قانون سره په ټکر کې بللې او ويلي يې دي، چې د امريکا پارلمان هېڅ داسې شواهد نه دي ورکړي، چې د دغې مصودې معقوليت ثابت کړي او وښيي، چې ټيک ټاک د دغه هېواد ډېټا امنيت ته ګواښ پېښوي او يا د بهرنيو هېوادونو په سياسي تبليغاتو کې لاس لري.