د چین د دولت رئیس شي جين پينګ مېرمن پنګ لي یوان د مې په ۸مه د سربیا په پلازمېنه بلګرد کې د دغه هېواد ولسمشر الکساندر ووچیچ له مېرمنې تمرا ووچیچ سره د سربیا له ملي موزیم لیدنه وکړه.
مېرمن پنګ لي یوان وویل، د سربیا ملي موزیم لرغونی تاریخ لري او پکې ګڼ شمېر اثارونه ساتل کېږي. هغې هیله وښودله چې چین او سربیا به کلتوري تبادلې او همکارۍ پیاوړې کړي او د تمدنونو د دیالوګ پل جوړ کړي.