امريکا له اسرائيل سره پوځي مرستې وځنډولې
CMG2024/05/09 14:43:16
شريکول:

د امريکا دفاع وزير لويډ اوستين د مې په ۸مې نېټې ويلي، چې واشنګټن له اسرائيل سره پوځي مرستې په دې خاطر ځنډولي، چې د غزې پر جنوبي رفع ښارګوټي د اسرائيلي ځواکونو عمليات ښايي ملکي وګړو ته مرګژوبله واړوي.

 د اسرائيلي پوځ وياند دانیل هګاري د فلسطين او اسرائيل ترمنځ د شخړې له رامنځته کېدو راهيسې د اسرائيل او امريکې همغږي”بې سارې“ بللې او په خبره يې، متحدين يې خپلمنځي اختلافات”د تړلو دروازو ترشا“ حلوي.