بايډن: په غزې کې امريکايي وسلو ملکي وګړو ته مرګژوبله اړولې
CMG2024/05/09 14:42:28
شريکول:

د امريکا ولسمشر جون بايډن ويلي، که د اسرائيل لومړی وزير بنيامين نېتانياهو خپلو ځواکونو ته د غزې پر رفح ښارګوټې د بريد امر وکړي، نو واشنګټن به له اسرائيل سره د توغنديو او وسلو مرستې وځنډوي.

بانډن په لومړي ځل منلې، چې په غزې کې امريکايي وسلې کارول شوي او ملکي وګړو ته یې مرګژوبله اړولې ده.

نوموړي ويلي، که اسرائيلي ځواکونه پر رفح ښارګوټې په لويې پيمانې ځمکني بريدونه وکړي، نو امريکا به  له اسرائيل سره د وسلو مرستې وځنډوي او يوازې به دفاعي وسلې ورکوي.