چین او هنګري خپلمنځي اړيکې د نوې زمانې لپاره د ټولو فصلونو هراړخيزو ستراتېژيکو همکاريزو اړيکو ته لوړې کړې
CGTN2024/05/10 01:21:48
شريکول:

 د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مې د نهمې نېټې په ماسپښين د هنګري په پلازمينه بوداپست کې د دغه هېواد په صدارعظمۍ ماڼۍ کې له صدراعظم اوربان ويکتور سره خبرې کړې او په ګډه يې اعلان کړی، چې د چين او هنګري ترمنځ اړيکې یې د نوې زمانې لپاره د ټولو فصلونو هراړخيزو ستراتېژيکو همکاريزو اړيکو ته لوړې کړې دي.