شي جين پينګ او اوربان ويکتور خبري ناسته ترسره کړې
CMG2024/05/10 10:44:13
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د مې د ۹مې نېټې په ماسپښين د هنګري د پلازمينې بوداپست په صدراعظمۍ ماڼۍ کې د دغه هېواد له لومړي وزیر اوربان ويکتور سره خبري ناسته ترسره کړې ده.

شي جين پينګ ويلي، سږ کال د چين او هنګري ترمنځ د سیاسي اړيکو د ټينګېدو له ۷۵مې کليزې سره برابر دی او دواړو هېوادونو په دغې مودې کې د متقابل درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ خپلمنځي اړيکې پاللي او اړيکې يې د تاريخ ښه وخت ته ننوتلې دي.

 نوموړي ويلي، چې هغه له صدراعظم اوربان ويکتور سره ګټورې خبرې کړي او په نوې زمانه کې د چين او هنګري د اړيکو د پرمختګ او د ګډې پاملرنې وړ مسئلو په اړه يې ورسره نظریې تبادله کړې دي.

نوموړي د چين او سربیا راتلونکو اړيکو ته خوشبیني ښودلې ده.

اوربان ويکتور ويلي، د چين دولت رئيس شي شي جين پينګ د هنګري او چين د رسمي اړيکو د ټينګېدو د ۷۵مې کليزې په درشل کې بوادپست ته رسمي سفر کړی او د هنګري او چين ترمنځ د دوستۍ ژورې اړيکې يې نورې هم ټينګې کړې دي.

نوموړي ويلي، چې هېواد یې د يو چين پېژندنې پر اصل ټينګار لري.