شي جين پینګ د هنګري له صدراعظم اوربان سره خبرې اترې وکړې
CGTN2024/05/10 02:39:36
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ پر ځايي وخت د مې د نهمې نېټې په ماسپښین د هنګري په پلازمينه بوداپست کې د دغه هېواد له صدراعظم اوربان ويکتور سره خبرې اترې وکړې. دواړو مشرانو په ګډه اعلان کړی، چې د چين او هنګري ترمنځ اړيکې يې د نوې زمانې لپاره د ټولو فصلونو هراړخيزو ستراتېژيکو همکاريزو اړيکو ته لوړې کړې دي.

شي جین پينګ له اوربان سره په خبرو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې د تاريخ تر هر بل وخت ښې او د نويو ډوله نړیوالو اړيکو لپاره ښه نمونه بللې ده او په وينا یې، سږکال د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګښت ۷۵ مه کليزه ده او دواړه هېوادونه به خپلمنځي دوستۍ او همکارۍ ته دوام ورکړي، خپلمنځي همکارۍ ته به نوی پياوړی خوځنده ځواک ورکړي او د خلکو لپاره به لاښه راتلونکي جوړه کړي.

شي جين پينګ وویل، چې چين له هنګري څخه ټينګ ملاتړ کوي، چې له خپل ملي وضعيت سره سمه پرمختيايي لار انتخاب کړي او غواړي چې له هنګري سره خپلمنځي سياسي اعتماد ټينګ کړي، د حکومتونو، تقنيني ارګانونو او سياسي ګوندونو ترمنځ د نظريو تبادلې پیاوړې کړي او په مداومه توګه د خپلو مهمو ګټو د ساتلو په برخه کې يو د بل ټينګ ملاتړ وکړي، دغه راز په ګډې همکارۍ د مساوي او منتظمو اصولو پر اساس د نړۍ د څو قطبي کېدو بهیر او د اقتصاد د ګټورو او ټولشموله نړيوال کېدو بهیر پرمخ يوسي، نړيوال عدالت وساتي، نړيوال مديريت لاعادلانه او لامعقول کړي او د انسانانو د ګډ برخلیک ټولنې د ابادۍ لپاره ګډې هڅې وکړي.

شي جين پينګ په خپلو خبرو کې اروپا د څو قطبي نړۍ يو مهم قطب او د چين د عصري کېدو بهیر مهم همکار بللی او هيله يې څرګنده کړې، چې هنګري د چين او اروپا ترمنځ د اړيکو د سالم او ثابت پرمختګ لپاره مثبت رول ولوبوي.

اوربان وويل، د هنګري او چين ترمنځ د اړيکو برياليتوب ثابته کړې، چې لوي او کوچني هېوادونه يو بل ته درناوی او ګډې ګټورې همکارۍ کولی شي. د نوموړي په وينا، هنګري ته د شي جین پينګ روان سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د ژورې دوستۍ او بالقوه پرمختګ يې ښکارندويي کوي. نوموړي همدارنګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو پر راتلونکي پرمختګ پوره باور څرګند کړی دی.

اوربان زياته کړه، چې هېواد به یې تل د چين ټينګ دوست وي، د خپلو مهمو ګټو او حقه حقونو د ساتلو لپاره د چين له هڅو ملاتړ کوي او د يو چين پېژندنې پر اصل ټينګار لري.

نوموړي وويل، د چين پرمختګ د اروپا لپاره خطر نه، بلکې فرصت دی او هنګري غواړي چې له چين سره د نظريو تبادلې زياتې کړي او په ګډې همکارۍ نړيواله سوله او ثبات وساتي.

دواړو مشرانو د اوکراين بحران په اړه د نظريو تبادلې هم کړې دي. شي جين پینګ وويل، چې چين ښکيلې خواوې د سولې خبرو ته هڅوي او له اړوندو خواوو سره به د سولې د راوستلو لپاره ګډو هڅو ته دوام ورکړي.

له یادو خبرو اترو وروسته ،د دواړو مشرانو په حضور کې د دواړو هېوادونو د اړوندو ادارو مسئولينو د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ، اقتصاد او سوداګرۍ، پانګونې، ساينس، کلتور او کرنې په برخو کې د دوه اړخيزو همکاريو د سندونو تبادله کړې ده.

دواړو مشرانو له خبرو اترو وروسته په ګډه مطبوعاتي غونډه کې ګډون کړی و او دواړو لوريو د نوې زمانې لپاره د ټولو فصلونو د هراړخيزو ستراتېژيکو همکاريزو اړيکو د ټينګښت په اړه ګډه اعلاميه او هنګري ته د شي جین پینګ د روان سفر د لاسته راوړنو د سندونو ليسټ خپور کړی دی.