د هنګري صدراعظم له رئيس شي جين پينګ سره مخه‌ ښه وکړه
CMG2024/05/10 23:57:06
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د ده مېرمن پنګ لي يوان پر ځايي وخت د مې د ۱۰مې نېټې په غرمه د هنګري په پلازمېنه بوداپست کې د دغه هېواد صدراعظم اوربن ويکتور او د ده مېرمنې لخوا د  مخه ښې اړوند مراسمو کې ګډون کړی دی.

 

 د هنګري صدراعظم اوربن رئيس شي جين پينګ ته د بوداپست ښاري تاريخ، پرمختګ او بدلون او راتلونکی پلان معرفي کړل او څرګنده يې کړه چې چيني تصديو د هنګري د اقتصادي پرمختګ او ښاري ابادۍ لپاره مهم خدمتونه تر سره کړي دي. د ده په خبره، د چيني تصديو لخوا زيات شمېر جوړې شوې پروژې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو نمونې او د دوستۍ نښې ګرځېدلې دي. هغه دا هم وويل، چې نن ورځ چيني ټېکنالوژۍ په زياتو ساحو کې د نړۍ مخکښ ځای نيسي. هنګري تمه لري چې له چين سره لا زياتې همکارۍ وکړي او لا زياتې چيني  ټېکنالوژۍ ترې راوړي، څو د هنګري په ملي پرمختګ او د خلکو ژوند په ښه والي کې رغنده رول ولوبوي.

رئيس شي جين پينګ د صدراعظم اوربن له تودې بلنې او غوره ترتيباتو مننه وکړه او ويې ويل، چې دلته يې نه يوازې د بوداپست تاريخي دودونه بلکې نوی خوځنده ځواک هم احساس کړي دي.

له تېرو ۱۵کلونو راهيسې د هنګري پرمختګونو او لاسته راوړنو پر رئيس شي جين پينګ ژور اغېز کړی دی.

هغه دا هم وويل، چې د چين باکيفيته پرمختګ او ورخلاصون به هنګري ته لا زيات فرصتونه برابر کړي. چين نيت لري چې له هنګري سره اقتصادي او تخنيکي تبادلې او همکارۍ زياتې کړي، څو دواړه هېوادونه لا زياتې پرمختيايي لاسته راوړنې پيدا کړي او خلک لا نور هم ښکلی ژوند ولري.