چين او هنګري د ټولو فصلونو هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو د ټينګښت ګډه اعلاميه خپره کړه
CMG2024/05/10 10:12:07
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د هنګري د ولسمشر سوليوک تاماس او د صدراعظم اوربان ويکتور په بلنې، د ۲۰۲۴م کال د مې په ۸مې نېټې له دغه هېواد څخه دوه ورځنۍ رسمي ليدنه کړې ده.

نوموړي د سفر په ترڅ کې له ولسمشر سوليوک تاماس او صدراعظم اوربان ويکتور سره ليدلي او پر خپلمنځي اړيکو یې ورسره خبرې کړې دي.

دواړو خواوو هوکړه کړې، چې خپلمنځي لوړپوړی تګ راتګ او سياسي باور به پياوړی کړي، د خپلمنځي ګډو ګټو همکارۍ به ژورې کړي، د اړيکو باکفيته پرمختګ به وساتي او دواړو هېوادونو خلکو ته به ګټې رسوي.

سږ کال د چين او هنګري ترمنځ د اړيکو د ټينګېدو له ۷۵مې کليزې سره برابر دی، چې په درشل کې يې دواړو هېوادونو خپلمنځي اړيکې د ټولو فصلونو د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو ته لوړې کړې دي.