د چين د دولت رئيس شي جين پينګ مېرمنې پنګ لي يوان د مې د ۹مې نېټې په ماسپښين د هنګري د صدراعظم وربان ويکتور د مېرمنې ريوای په ملګرتيا په بوداپست کې د هنګري او چيني ژبو ښوونځي څخه ليدنه کړې ده.
پنګ لي يوان په دغه ښوونځي کې د چيني ژبې د تدريس او د چين د عنعنوي کولتور د خپروي لارې چارې له نږدې کتلي او له زده کوونکو سره يې نظر تبادلې کړې دي.