د چين دولت رئيس شي جين پينګ اته کاله مخکې له سربيا څخه ليدنه کړې وه اوهغه مهال یې د دغه هېواد له چارواکو سره هوکړه کړې وه، چې خپلمنځي اړيکې به هراړخيزو ستراتيژيکو همکاریزو اړيکو ته لوړې کړي.
د چين او سربيا مشرانو اوس د دواړو هېوادونو د هر اړخيزو ستراتيژيکو اړيکو د لا پياوړيتا او ژورتيا او د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو اعلان کړی او په تړاو يې يوه ګډه اعلاميه خپره کړې ده.
سربيا په اروپا کې لومړی هېواد دی، چې له چين سره يې د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو اعلان کړی، چې له دې څخه یې خپلمنځي ستراتيژيکې او د لوړې سويې ځانګړې اړيکې څرګنديږي.
رئیس شي جين پينګ ويلي، چې دواړه هېوادونه دې د خپلمنځي اړيکو ستراتيژۍ ته ځانګړی اهميت ورکړي، پر خپلمنځي رښتينو همکاريو دې ټينګار ولري او د اړيکو نوې بڼه دې پراخه کړي.
د نوموړې دغې نظريې د چين او سربيا د اوسپنيزې دوستۍ د لا پياوړتيا لوری روښانه کړی دی.