يوه اسرائيلي چارواکي د مې په ۹مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې د مصر په پلازمېنې قاهرې کې د غزې د اوربند خبرو پایله نه ده ورکړې او مرکچي پلاوی يې په همدې ورځ له قاهرې څخه ورستون شوی دی.
دغه چارواکي ويلي، چې اسرائيلي ځواکونه به د غزې په جنوب کې پر رفح ښارګوټي بريدونو ته دوام ورکړي، خو دا یې نه دي ويلي، چې ځواکونه به یې له رفح پرته پر نورو سیمو هم بريدونه وکړي او کنه نه.
اسرائيل په قاهرې کې له حماس سره غیر مستقیمې خبرې کولې او له همدې امله یې، پر رفح ښارګوټي ځمکني بريدونه ځنډولي وو.
دغه اسرائيلي چارواکي ويلي، چې ځواکونه به یې د ټاکلي پلان له مخې پر رفح ښارګوټي ځمکنيو بريدونو ته دوام ورکړي.