د چين د موټر صنعتي ټولنې تازه شمېرې ښيي، چې له تېرو ۳ کلونو راهيسې د موټرو په نړيوال بازار کې د چيني موټرونو تعداد زيات شوی دی.
يادې ټولنې همدارنګه وړاندوينه کړې، چې د روان کال په لومړيو ۴ مياشتو کې به د چيني موټرونو د پلور کچه له ۴ ميليونو او ۶۰۰ زرو عرادو څخه زياته شي او په نړيوال بازار کې به شاوخوا ٪ ۶۰ ونيسي.
د چين د موټر صنعتي ټولنې مرستيال فو بينګ فنګ وويل، چې دا د چين د نقلیه وسایطو صنعتي چارو د ټولو کارکوونکو د کوښښونو نتيجه ده او د چين د موټرو د تولیدي چارو د پرمختګ ښکارندویي هم کوي.