د کوېټ امير شیخ مشعل الاحمد الجابر الصباح د مې د ۵ مې نېټې په شپه په یوه ټلويزيوني خپرونه کې د دغه هېواد د پارلمان د انحلال امر کړی، او د اساسي قانون د ځينو مادو تطبیق د ځنډولو اعلان يې هم کړی دی.
نوموړي د پارلمان د انحلال مفصل لاملونه نه دي په ډاګه کړي او يوازې يې څرګنده کړې، چې ځينو کسانو د اساسي قانون له مادو څخه ناوړه استفاده کړې ده او پر دې يې ټينګار کړی، چې ملي ګټې باید تر فردي او شخصي ګټو لوړې وګڼل شي.
د کوېټ پارلمان د وروستیو انتخاباتو نتيجه د روان کال د اپرېل په پنځمې نېټې خپره شوې او نويو منتخبو پارلماني غړو يې د اپرېل په ۱۶ مې نېټې په خپلې لومړۍ غونډه کې لوړه هم وکړه.