د سربيا او هنګري د بېلابېلو ټولنو شخصيتونو خپل هېواد ته د چين د دولت رئیس شي جين پينګ تازه سفر د ژورو اغېزو لرونکی بللی دی.
د چين دولت رئیس شي جين پينګ د مې په اوومې نېټې فرانسې ته خپل سفر پای ته ورساوه او بيا وروسته يې سربيا او هنګري ته سفرونه وکړل.
د سربيا د کلتور وزير سيلاکويک رسنيو ته ويلي: زه ډېر خوښ يم چې د سربيا او هنګري مشران ډېرې ښې اړيکې لري او سربيا ته د شي جين پینګ د دغه سفر به د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ نوې زمانې ته داخلې کړي.
په چين کې د هنګري پخواني سفير ساندور کوسي هنګري ته د شي جين پينګ سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو نوی پیل او ډېر رغنده بللی او په وينا یې، د هنګري او چين مشرانو د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې د نوې زمانې لپاره د ټولو فصلونو هراړخيزو ستراتېژيکو همکاريزو اړيکو ته لوړې کړې دي، او دا به په خپلمنځي همکارۍ مثبتې اغېزې وکړي.
د هنګري د صنايعو او سوداګرۍ ټولنې چارواکي توماس ويلي، هنګري ته د شي جين پینګ د دغه سفر د چينايانو لخوا د هنګري په اړه د زیاتو معلوماتو په ترلاسه کولو کې مرسته کوي، دغه راز هنګريانو ته د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ اهميت او د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ طرحې غوره والی ښيي.