د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې پر ځايي وخت د مې په ۱۰مه نېټه په خپلې بېړنۍ غونډې کې پرېکړه کړې، چې فلسطين ته د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې لا نور حقونه ورکړي او د پرېکړه ليک په تصويبولو سره يې له امنيت شورا غوښتي، چې په ملګرو ملتونو کې د فلسطين د غړيتوب غوښتنليک بيا وارزوي.
ياد پرېکړه ليک په عمومي اسمبله کې په ۱۴۳ موافقو، ۹ مخالفو او ۲۵ ممتنع رايو سره تصويب شوی او د امريکا او اسرائيل په ګډون ځينو هېوادونو پکې خپله مخالفه رايه کارولې ده.
د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې مشر ډېنيس فرانسيس له رايې ورکولو مخکې وويل، ۷۰ کلونه کېږي چې د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ کړکېچ او کشالې دوام لري او وروستي وضعيت ته يې په کتو، موږ بايد ژر تر ژره د دې مسئلې حل و فصل وکړو.
نوموړي له غړو هېوادونو څخه غوښتي، چې اوسنی حالات دې وڅېړي، د سولې لپاره دې هڅې وکړي او د خبرو اترو او ډیالوګ په ترڅ کې د عمومي اسمبلې او ټول سازمان درناوی وساتي.