چين د فلسطين په اړه د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې د پرېکړه ليک هرکلی وکړ
CMG2024/05/11 15:02:55
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي فو څونګ د مې په ۱۰مه نېټه په دغه سازمان کې د فلسطين د غړيتوب اخيستلو په پلوۍ د عمومي اسمبلې پرېکړه ليک هرکلی کړی دی.

نوموړي وويل، چې چين د دغه پرېکړه لیک د تدوین چارو کې برخه اخيستې او د تصويب هرکلی یې کوي او د ملګرو ملتونو له امنيت شورا ملاتړ کوي، چې په یاد سازمان کې د فلسطين د غړیتوب غوښتنليک بيا وارزوي.

فو څونګ وويل، چې د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ شخړې د څو لسیزو راهیسې دوام لري.  د یوه خپلواک هېواد جوړول د فلسطينيانو اوږدمهاله هيله ده او په ملګرو ملتونو کې یې  د غړيتوب اخيستل د دې بهير لپاره يو مهم ګام دی. د نوموړي په وينا، فلسطينيان دې له اسرائيليانو سره يو شان مقام او  حقونه ولري.

نوموړي زیاته کړه، چې د فلسطين خپلواک هېواد جوړول او د دوو هېوادونو لایحې د پلي کولو له لارې په منځني ختيځ کې دايمي سوله راوستل د نړيوالې ټولنې ګډ مسئوليت دی.