د چین او هنګري اړيکې د پرمختګ له نوي فرصت سره مخ دي
CMG2024/05/11 15:15:35
شريکول:

له هنګري څخه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د رسمي ليدنې په څنډه کې، د دغه هېواد صدراعظم اوربان ويکتور پر ځايي وخت د مې په نهمې نېټې د چين ميډيا ګروپ ځانګړې مرکه ومنله او ويلي يې دي، چې د رئيس شي جين پينګ لیدنه تاریخي ارزښت لري. 

د دواړو هېوادونو مشرانو په دې سفر کې په يوه ګډه اعلاميه کې اعلان کړی، چې د چين او هنګري اړيکې د نوې زمانې لپاره د ټولو فصلونو هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو  ته لوړې شوې دي. د شنونکي په اند، د دې مانا دا ده،‌ چې د دواړو هېوادونو متقابل سياسي اعتماد، ستراتيژيکې موافقې، همغږي او همکارۍ به نوې سويې ته ورسېږي او هر څومره چې نړيوال وضعيت بدلېږي، د دواړو هېوادونو اړيکې به مخ په ښه کېدو روانې وي. د دې تر څنګ، دواړو خواوو څه باندې لس همکاريز تړونونه هم لاسليک کړي، چې خپلمنځي راتلونکو همکاريو ته يې نوی خوځند ځواک ورکړی دی.

سږ کال د چين او هنګري ترمنځ د رسمي‌ اړيکو د ټینګېدو له ۷۵مې کليزه سره برابر دی. دواړو هېوادونو له تېرو ۷۵ کلونو راهیسې يو له بل سره مرستې او همکارۍ کړې دي. د بېلګې په توګه، د کرونا وبا د خپرېدو په ترڅ کې، چين هنګري ته د وبا وقايوي توکي برابر کړي وو. هنګري څو څو ځلې په نړيوالو مواردو کې د چين له مرکزي دريځونو ملاتړ څرګند کړی دی. هنګري لومړی اروپايي هېواد دی، چې له چين سره د کمربند او  لارې همکاريز تړونونه یې لاسليک کړي دي.

که څه هم د چين او هنګري سیاسي نظامونه سره توپير لري، خو دواړه هېوادونه بياهم ډېر ښه ملګري ګرځېدلي او لامل يې دا دی، چې دواړه خواوې لوړ متقابل سیاسي اعتماد لري. رئيس شي جين پينګ له هنګري څخه په ليدنه کې ویلي، چې هېواد يې له هنګري څخه کلک ملاتړ کوي، چې د خپل وضعيت له مخې د پرمختګ لار انتخابوي. د هنګري مشرانو له شي جين پينګ سره په خبرو کې ويلي، چې هېواد يې د خپلو مرکزي ګټو او حقه حقونو د ساتلو لپاره د چين له هڅو ملاتړ کوي او په تېر، اوس او راتلونکي کې به د يو چين پېژندنې پر اصل کلک ټينګار ولري.

د دې تر څنګ، چین او هنګري لا هم ګډې ګټې لرونکي همکاران دي. چين له اروپا څخه د باندې  د هنګري لومړی تجارتي همکار دی او په ورته مهال هنګري د چين مهم سوداګریز همکار او د منځنۍ او ختیځې اروپا لومړی هېواد دی، چې چين پکې پراخې پانګونې کوي. په دې وروستيو کلونو کې دواړو هېوادونو د نوې انرژۍ په برخه کې پياوړې همکارۍ ساتلې دي. د بېلګې په توګه،‌ د اېن اي او(NIO)،‌ بي وای ډي (BYD)، سي اې ټي ال (CATL) په شمول د چين د نوې انرژۍ موټر ډېر شرکتونو په هنګري کې پانګونې کړې او فابريکې يې جوړې کړې دي. د چين لخوا جوړ شوی لمريز برېښناکوټ هر کال په هنګري کې د کاربن دای اوکسايډ د ايستلو اندازه کې د ۱۲۰ زره ټنو په اندازه کموالي په راوستلو کې مرسته کوي.  د هنګري د بهرنيو چارو وزير سزيارتو پيټير په خبره، د چين او هنګري ترمنځ همکارۍ دا په ډاګه کړې، چې چین اروپايي هېوادونو ته د پرمختګ لوي فرصتونه برابر کړي دي.

دا د يادونې وړ ده، چې د هنګري صدراعظم اوربان ويکتور دغه خبرونه رد کړي، چې وايي د چین تولیدي ظرفيت له اړتياوو زیات او اضافي دی او باید ورباندې محدودیتونه ولګول شي. د هغه په اند، د چین پرمختګ د اروپا لپاره خطر نه، بلکې فرصت دی. په داسې حال کې ده چې امریکا لا هم د تش په نامه د چین د نوې انرژۍ د لوړ توليدي ظرفيت موضوع ته لمن وهي، د اوربان يادې څرګندونې له چين سره د همکارۍ د ژورولو په اړه د نوموړي د ټينګ هوډ ښودنه کړې ده.

اوسمهال د چين او هنګري ترمنځ اړيکې نوې مرحلې ته داخلې شوې، د شنونکو په اند، دواړه خواوې به د عصري کېدو په بهیر کې يو له بل سره نژدې همکارۍ وکړي، ګډ پرمختګ او سمسورتيا به تر لاسه کړي او د چين ـ منځنۍ او ختيځې اروپا همکارۍ به لا نورې ژورې کړي او بې له شکه چې د چين او هنګري اړيکې د پرمختګ له نوي فرصت سره مخ دي.