امريکا له اوکراين سره د ۴۰۰ ميليونو ډالرو په ارزښت نوې پوځي مرستې اعلان کړې
CGTN2024/05/11 12:26:53
شريکول:

د امريکا سپينې ماڼې د مې په ۱۰ مې نېټې په یوې اعلاميې کې ويلي، چې د دغه هېواد ولسمشر جوبايډن له اوکراين سره د ۴۰۰ ميليونو امريکايي ډالرو په ارزښت د نويو پوځي مرستو پلان منظور کړی دی.

د دغې اعلاميې له مخې له اوکراين سره د امریکا په دغو نويو مرستو کې دفاعي مواد او پوځي روزنې شاملې دي.

د اوکراين د ولسمشر دفتر رئيس ايپماکا په همدې ورځ په ټولنيزو رسنيو کې د ياد خبر پخلی کړی دی.

د اوکراين د ځمکني پوځ قوماندان پاوليوک په همدې ورځ خبري رسنيو ته ويلي، چې امریکا به د روان کال د جون په پيل کې اوکرايني ځواکونو ته  اېف-۱۶ ډوله جنګي الوتکې وسپاري او د امريکا دغه مرستې به اوکراين ته دا ځواک ورکړي، چې د هوايي دفاعي وسلو له ويشتونکي واټن لرې پراته روسي هدفونه په نښه کولی شي.

نوموړي زیاته کړه، چې په راتلونکو دوو میاشتو کې به له روسيې سره جګړه حساس پړاو ته داخله شي.