وانګ يي: فرانسې، سربیا او هنګري ته د رئيس شي جين‌ پينګ سفر ډېر بریالی ګام و
CMG2024/05/11 15:23:53
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د روان کال د مې له ۵مې نېټې څخه تر ۱۰مې نېټې پورې په بلنې له فرانسې، سربيا او هنګري څخه رسمي ليدنې کړې دي.

د چين د بهرنیو چارو وزير وانګ يي په خبره،‌ دا په ۲۰۲۴م کال کې د رئيس شي جين پينګ لومړنی بهرنی سفر دی. چين د دې سفر په ترڅ کې له درېیواړو هېوادونو سره خپلې اړيکې لا نورې ټینګې او پياوړې کړې دي او د چين او اروپا ترمنځ همکاريو ته يې نوی تداوم او ځواک وربښلی. د نوموړي په وينا، دغه سفر د دوستۍ ساتلو، د متقابل اعتماد د ژورولو، د باور د لوړولو او د راتلونکي د جوړولو لپاره ډېر بریالی ګام و.

نوموړي زیاته کړې،‌ چې رئيس شي جين پینګ د ياد سفر له لارې د سولې، يووالي او همکارۍ غږونه پورته کړي او د لوی هېواد او لوی ګوند د مشر په توګه  يې مسوولیتونه پر ځای کړي دي. د هغه په وينا، سږکال د چین ولسي جمهوریت د جوړېدو له ۷۵مې کليزې سره برابر او د سوله ييز چلند د پنځو اصولو د خپرېدو له ۷۰مې کليزې سره برابر دی، هېواد به یې تاريخي تجربو ته په کتو سره په دوامدار ډول خپل مسووليت پر غاړه واخلي او د لوی هېواد د ځانګړتيا لرونکې ډيپلوماسۍ نوې پاڼه به پرانيزي.