چين په برياليتوب سره ۲۳مه ازمايښتي سپوږمکۍ فضا ته وتوغوله
CMG2024/05/12 11:01:55
شريکول:

چين د مې د ۱۲مې نېټې د سهار په ۷ بجو او ۴۳ دقيقو، د جيو چوان د سپوږمکۍ توغونکی مرکز څخه د سي زيډ -۴ سي (CZ-4C) بار وړونکي راکټ په وسيله ۲۳مه ازمايښتي سپوږمکۍ فضا ته استولې ده.

د مالوماتو له مخې، دغه سپوږمکۍ ټاکلي فضايي مدار ته رسېدلې او د توغولو دنده يې په بريالۍ توګه بشپړه شوې ده.

دغه سپوږمکۍ به د فضا چاپيريال د څېړنې په توګه کارول کېږي.

دا د چين د سي زيډ(CZ) مسلسلو بار وړونکو راکټونو ۵۲۲مه دنده ده.