د روان کال په لومړیو ۴ میاشتو کې د چين د موټرونو د توليد او خرڅلاو اندازه لوړه شوې
CMG2024/05/12 11:03:02
شريکول:

د چين د موټرونو صنعتي ټولنې د مې په ۱۱مه نېټه يو لړ تازه شمېرې خپرې کړې، چې له مخې يې د روان کال له جنورۍ څخه تر اپرېل پورې په چين کې د موټرونو توليدي اندازه ۹ ميليونه او ۱۲ زره عرادو ته او د خرڅلاو اندازه يې ۹ ميليونه او ۷۹ زره عرادو ته رسېدلې چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله په جلا جلا توګه ۷.۹ سلنه او ۱۰.۲ سلنه زياتوالی ښيي.

شمېرې ښيي، په تېرو څلورو مياشتو کې په چين کې د نوې انرژۍ موټرو تولیدي اندازه ۲ ميليونو او ۹۸۵ زرو ته رسېدلې او ۲ ميليونه او ۹۴۰ زره يې پلورل شوي دي، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله په جلا جلا توګه ۳۰.۳ سلنه او ۳۲.۳ سلنه زياتوالی ښيي.