اسرائيلي چارواکی: په غزه کې د اوربند په اړه خبرې پای ته نه دي رسېدلې
CMG2024/05/12 15:09:36
شريکول:

د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ د اوربند د خبرو اترو اوسنی پړاو اوس په ټپه ولاړ دی، خو د اسرائيلو "نيو نيوز" ورځپاڼې د مې په ۱۱مه نېټه د دغه هېواد د یوه چارواکي له قوله خبر ورکړی چې په غزه کې د اوربند په اړه د اړوندو خواوو ترمنځ خبرې اترې لا نه دي ختمې شوې. دغه چارواکي ویلي، چې اوس هم پوځي جګړه سخته ده، خو اسرائیل هڅه کوي، چې په خبرو کې برخه واخلي. پر دې سربیره، ځینو عربي رسنیو د مصري سرچینو له قوله ویلي، چې نړیواله ټولنه لا هم د اوربند د هوکړې لپاره هڅې کوي او ښايي په راتلونکو څو ورځو کې د خبرو اترو اړوند بهیر بیا پیل شي.

اسرائیل او حماس له غزې څخه په بشپړ ډول د اسرائیلي سرتېریو د ایستلو او دایمي اوربند په اړه ستر توپيرونه لري او حتې د اوربند مسودې د لومړي پړاو د محتوا په اړه هم اختلافات لري. دا مهال د غزې په تړانګه کې د اسرائيلو او فلسطين ترمنځ جګړه روانه ده. د اسرائیلو دفاعي ځواکونو د روانې میاشتې په ۱۱مه نېټه د رفح په جنوب ختیځ او د غزې ښار په شمال کې د ګڼو سیمو اوسېدونکو ته ویلي چې له خپلو سیمو څخه ووځي او اعلان یې کړی چې د غزې په تړانګه کې به پوځي عملیات زیات کړي.

د اسرائيلو پوځ د روانې میاشتې په ١١مه نېټه د یوې اعلاميې په خپرولو سره ویلي چې تېره ورځ اسرائيلي پوځ د غزې په تړانګه کې د وسله والو پر لسګونو پوځي تاسيساتو هوايي بريدونه وکړل چې په هغو کې د توغنديو د توغولو ځايونه او د څارنې پوستې هم شاملې دي.

سرچینې ادعا کړې چې اسرائیلي پوځيانو د غزې د ښار په جنوب ختیځ کې لسګونه وسله وال وژلي او په زیاته اندازه وسلې یې وموندلې. دوی ادعا کړې چې د رفح په ختیځ کې د اسرائیلو پوځ تېره ورځ ګڼ شمېر وسله وال وژلي او څو تر ځمکې لاندې تونلونه یې کشف کړي دي.

غزه کې فلسطیني وسله والو ویلي چې دوی د روانې میاشتې په ۱۱مه نېټه یو ځل بیا له غزې څخه د اسرائیلو پر لور څو توغندي توغولي او د رفح په ختيځ او د غزې په مرکز او جنوب ختیځ کې يې په پر له پسې توګه پر اسرائیلي ځواکونو بریدونه کړي دي. د تېر کال د اکټوبر په ۷مه نېټه د فلسطین او اسرائیلو تر منځ د جګړې له پیل راهیسې، د وژل شویو اسرائیلي پوځیانو ټولټال شمېر ۶۲۰ ښودل شوی دی.

پر دې سربېره، پر ځايي وخت د مې د ۱۱مې نېټې په سهار د اسرائیلو د پوځ وياند يو نوملړ اعلان کړ چې په دغه لېست کې له اړوندو سيمو څخه د ځايي اوسېدونکو د وتلو غوښتنه شوې ده. په دې سیمو کې د رفح د کډوالو کمپ او د شبرا د کډوالو کمپ شامل دي. د اسرائیلو پوځ د دغو سیمو له اوسېدونکو غوښتي چې ژر تر ژره په خان یونس او المواصي کې تش په نوم خوندي سیمو ته ولاړ شي.

د ځايي رسنیو د تحلیلونو له مخې، د اسرائیلو د پوځي عملیاتو پراخول د غزې د جګړې په ډګر کې د هغې بې وسۍ او شرمندګۍ څرګندويي کوي چې: لومړی، د جبالیا او نورو شاوخوا سیمو پر ضد یو ځل بیا پوځي عملیات پیل شوي، دا په حقیقت کې لومړی ځل نه دی چې اسرائیلي سرتیري دلته د جګړې لپاره راستانه شوي. دا ښيي چې د اسرائیلو د پوځ له خوا د غزې د شمال له نيولو نږدې يو نيم کال وروسته، لا هم دوی نه دي توانېدلي چې هلته د حماس د له منځه وړلو په نوم خپل هدف ته ورسېږي.

له بلې خوا، د خبرو اترو د ځنډېدو له امله اسرائیلو پر رفح برید وکړ او د خبرو اترو د پرمخبیولو لپاره یې پر حماس پوځي فشار اچولی دی. خو په داسې شرایطو کې، که د اسرائیلو ځواکونو خپل پوځي عملیات پراخ کړي هم د حماس په له منځه وړلو کې به بریالي نه شي او دا اقدام به یوازې د دې لامل شي چې په سیمه کې لوی بشري ناورین رامنځته شي.