
د چين د دولت رئيس شي جين پينګ مور، چې نوم يې چي شين دی، د چين د مينګ امپراطورۍ دورې له يوې مقالې څخه يوه جمله په کاغذ کې نقل کړې، وايي: مسوولان زما له سختګیرئ څځه ویره نه لري، بلکې زما د سپېچليتوب له امله راته درناوی کوي؛ عام خلک زما د استعداد نه، بلکې زما د عدالت له امله راباندې باور لري.
ياده جمله خلکو ته وايي، چې چارواکي بايد عدالت ټينګ کړي او سپېڅلتوب وساتي.
د چي شين ياد ليکل د دې کورنۍ ښه دود په ډاګه کړی.

رئيس شي جين پينګ د خپل مور او پلار تر اغېزې لاندې، له خپل ځان څخه ډېره سخته غوښتنه لري او د خلکو د ګټو د خونديتوب لپاره ډېرې هڅې کوي.
شي جين پينګ ویلي، هر څومره چې دغه عصر او وضعيت بدلېږي، موږ باید د کورنۍ پوهه، دود او ابادۍ ته په درنه سترګه وګورو.