اسرائيلي ځواکونو پر غزې تړانګه بمبارۍ کې لږ تر لږه ۳۵ تنه وژلي
CMG2024/05/12 10:31:52
شريکول:

د فلسطين ملي اژانس د مې په ۱۱مه نېټه خبر ورکړی،‌ چې اسرائيلي ځواکونو په همدې ورځ د غزې تړانګې پر يو شمېر سيمو بمبار کړی او له امله يې لږ تر لږه ۳۵ تنه وژل شوي.

د خبر له مخې، اسرائيلي ځواکونو د مې په ۱۱مه نېټه د غزې تړانګې د جنوب رفح ښار پر يو شمېر سيمو بمباري کړې او پکې ۱۳ تنه وژل شوي. په ورته وخت کې یې د غزې تړانګې په مرکز کې هم بمباري کړې او ۱۲ تنه يې وژلي، د دې تر څنګ، اسرائيلي ځواکونو لا هم د غزې په شمال کې پر يو استوګنځي هوايي برید کړی او لږ تر لږه ۱۰ تنه يې وژلي.