پوتين د حکومت نوی جوړښت تائيد کړ
CMG2024/05/12 11:03:56
شريکول:

د روسيې د ولسمشرۍ ماڼۍ د مې په ۱۱مه نېټه خبر ورکړی، د دغه هېواد ولسمشر ولاديمير پوتين په همدې ورځ هغه فرمان لاسليک کړه چې د صدراعظم ميخايل ميشوستين لخوا وړندې شوي د حکومت جوړښت نوي پلان تصویب کړ.

د دې فارمان له مخې به په راتلونکي حکومت کې صدارعظم د لومړي مرستيال په ګډون ۱۰ مرستيالانې لري. په راتلونکي حکومت کې به د تېرې دورې حکومت په شان ۲۱ وزارتونه شتون لري.

ولاديمير پوتين د روانې مياشتې په ۷مه نېټه د خپلې ۵مې لسمشرۍ دوره پيل کړه. نوموړي د روانې مياشتې په ۱۰مه نېټه په رسمي توګه ميخايل ميشوستين د حکومت د نوي صدراعظم په توګه وټاکه.